په قطر د اسرائیل برید ته غبرګونونه، نتانیاهو وايي برید یواځې اسرائیلو کړی

په دوحه کې له چاودنو وروسته تور لوګی اسمان ته اوچت شو

د قطرپلازمینه دوحې باندې د اسرائیلو برید پراخ غبرگونونه وپارول.

د ملګرو ملتونو عمومي منشی انتونیو ګوتیرش دابرید د قطر په حاکمیت او ځمکني تمامیت څرکند تیری وباله او وغانده.

ایران د اسرائیل دغه برید خطرناک او نړیوالو قوانینو څخه څرګنده سرغړونه وبلله.

دایران دبهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه برید یو"فوق العاده خطرناک" اقدام وباله او وویل چې په دغه برید کې فلسطیني مرکچیان په نښه شوي دي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دوحه کې د حماس په غړو د اسرائیل برید غندي اوزیاته یې کړه چې دغه برید ښيي چې اسرائیل په سیمه کې " توسعه غوښتونکی سیاست" او دولتي تروریزم ته مخه کړې ده.

امریکا او اروپايي اتحادیه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

دکاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر پاپ لیو په قطر باندې د اسرائیلو د برید د عواقبو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

پاپ وویل چې اوسنی وضعیت جدي دی.

بلخوا په دوحه کې دامریکا او چین سفارتونو په قطر کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې پاته شي او له تګ راتګ ډډه وکړي.

د اسرائیلو اردو نن سه شنبې اعلان وکړ چې د حماس د افراطي ډلې مشران یې په نښه کړي دي.

سره لدې چې اسرائیلو پیل کې ونه ویل چې برید یې چیرته کړی دی خو وروسته د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر وویل چې برید یواځې د اسرائیلو لخوا په مستقله توګه شوی دی.

نتانیاهو وویل چې خپلو ځواکونو ته یې امر کړی وو چې په بیت المقدس کې ددوشنبې د ورځې دبرید عاملانو ته جزا ورکړي.

په دغه برید کې ۶ اسرائیلیان مړه او ۱۶ کسه نور ټپیان شول.

اسرائیلي چارواکو وویل چې دغه برید د لویدیځې غاړې د دوو کسانو لخوا شوی دی.

دا په تیرو دوو کلونو کې په بیت المقدس کې لومړنی دا ډول برید وو.

د اسرائیلو دفاع وزیر ییسراییل کاتس وویل په دې یقین لري چې په دوحه برید "بشپړه توجیه " لري.

خو دقطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري دغه برید د ټولو نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه وبلله او وغانده .

ایکسپاڼه کې د اسرائیلو د اردو اعلامیې وویل چې له برید مخکې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره شول.

اعلامیې زیاته کړه چې په نښه شويو کسانو د کلونو لپاره د حماس مشري کوله او په اسراییلو یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې په برید کې مستقیم لاس درلوده.

هغه مهال په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

دغه برید ددې لامل شو چې اسرائیل په غزه پراخ او شدید هوايي او ځمکني بریدونه وکړي.