د پاکستان د پنجاب د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې عمومي رییس وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، له یولک او دوه ویشت زره څخه ډیر کسان د پنجاب په ختیځ کې د جلال پور پیروالا ښار څخه د سیلونو له امله خوندي ځایونو ته انتقال شوې دي.
عرفان علي کاتیا زیاته کړه چې له څو اونیو راهیسې سختو بارانونو او د هند له لورې د بندونو د اوبو د خوشي کیدو له امله په پنجاب کې شاوخوا دوه میلیونه او دوه لکه کسان د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوې دي.
په پنجاب کې اوس د ملتان ښار د سیلونو له خطر سره مخامخ دی، د چارواکو په وینا هلته شیبه په شیبه په سیندونو کې د اوبو کچه لوړیږي.
د تیرو دریو اونیو په ترڅ کې سیلونو د پاکستان په پنجاب کې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی او نژدې څلور زره کلي او واړه ښارونه اوبو لاندې کړې دي.