په فراه کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوې دي.
په بالابلوک کې د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
دا پيښه تېر مازدیګر د بالابلوک ولسوالي په نواباد کلي کې وشوه. تر اوسه څرګنده نه ده چې دا چاودیدونکي مواد څرنګه په دې کور کې ځای پرځای شوي و، یا وروړل شوي و.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو په وینا ماینونه او له جګړو پاتې چاودیدونکي مواد هره میاشت لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.