د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پرځول شوي جمهوري نظام د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د احمد شاه مسعود د څلرویشتم تلین په یاد په جلا جلا بیانوو کې د هغه د مبارزې ستاینه کړې ده.
کرزی او عبدالله چې په کابل کې د طالبانو په واکمنۍ کې ژوند کوي، احمد شاه مسعود یو مجاهد اتل یاد کړی دی.
د جمهوري نظام پرمهال به د احمد شاه مسعود د تلین له رارسیدو سره سم یوه اونۍ د شهیدانو د اونۍ په مناسبت غونډې، لاریونونه او د ویر مراسم ترسره کیدل، خو په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې طالبانو کابل نیولی دی، د مسعود ورځ نه لمانځل کیږي.
احمد شاه مسعود چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې یې له هغوی سره سختې جګړې وکړې، له ننه څلرویشت کاله مخکې د تخار په خواجه بها الدین ولسوالي کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شو.