د افغانستان د کریکټ ټیم د اسیا د جام د لوبو پیل کې سبا له هانګ کانګ سره مخامخ کیږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا، سې شنبه، د سپتمبر په ۹مه، د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د اسیا شل اوریزه کرکټ جام لومړۍ لوبه وکړي.

دا سیالۍ به د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګله دیش او سریلانکا سره لوبې کوي.

د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان د کرکټ ملي لوبډلې به په الف ګروپ کې لوبې وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون یکشنبې د اسیا جام په درشل کې د درې اړخیزې سیالۍ په وروستۍ لوبه کې له پاکستان څخه د ۷۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شو .

دغه لوبې دافغانستان ، پاکستان او کوربه هیواد متحدوعربي اماراتو ترمینځ وشوې.