د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۲۲۰۰ واوښت

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت پر ایکسپاڼه لیکلي دي چې د یکشنبې د شپې د زلزلې د قربانیانو شمیر ۲۲۰۵ ته رسیدلی دی.

د دې زلزلې له امله په زرګونو کسان ټپيان شوې هم دی.

اکثر تلفات په کونړ کې اوښتې دي، خو دې زلزلې په ننګرهار او لغمان کې هم یوشمیر کورونه زیانمن کړې دي.

نن هم یوې بلې ۴،۷ درجې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول.

د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې وویل چې دا زلزله د ورځې په ۱۰:۵۲ د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ واټن کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې.

ویل کیږي چې دغې نوې زلزلې د کنړ په چپه دره کې یو کور بشپړ ویجاړکړی دی خو له اوسیدونکو خالي وو نو مرګ ژوبله نه ده رامینځ ته شوې .

د تېرې یکشنبې په شپه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ درجې و، یوازې په کونړ ولایت کې له ۱۴۵۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۳۴۰۰ نور یې ټپیان کړل.

له دې یوه ورځ وروسته یوې بلې ۵،۵ درجې زلزلې بیاهم د هېواد ختیځ ولړزاوه، خو د دې زلزلې د زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.