د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه وویل چې کونړ ولایت کې د وړمې شپې زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۱۱ ته ورسېد.
مجاهد پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې د ټپيانو شمیر ۳۱۲۴ ته رسیدلی او دغه ولایت کې زلزلې نژدې پنځه نیم زره کورونه ویجاړ کړي دي.
مجاهد زیاته کړې چې دغه مرګ ژوبله د کونړ په نورګل، چپه دره، څوکۍ، پیچ درې، وټه پور ولسوالیو او اسعد اباد کې پيښه شوې ده.
وړاندې راغلي چې د ژغورنې چارې لا هم روانې دي او هغو سیمو ته چې د هلي کاپټرو ناستې په کې امکان نه لري، لسګونه کمانډو ځواکونه رسیدلي چې خلک تر خاورو لاندې وژغوري.
یو شمیر هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپونکو سره مرستې اعلان کړي او د مجاهد په خبره د مرستو یوه برخه د بیړنیو حالاتو کمیټې ته رسېدلې ده.
پخواني جزیات:
په دې اړه نور: د افغانستان د زلزلې د قربانیانو شمیرې تر ۱۱۰۰ واوښتې