د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۷

د افغانستان د زلزلې د قربانیانو شمیرې تر ۱۱۰۰ واوښتې


د سپتمبر -۱-۲۰۲۵ د کونړ مزار دره تر زلزلې وروسته
د سپتمبر -۱-۲۰۲۵ د کونړ مزار دره تر زلزلې وروسته

د افغانستان سرې میاشتې په کونړ او ننګرهار کې د زلزلې د قربانیانو نوې شمیرې له رسنیو سره شریکې کړې دي او اندیښنه یې څرګنده کړې ده چې دا شمیرې په زیاتیدو دي. په ورته وخت کې له زلزله ځپلیو سره ځینو هیوادونو د مرستو ژمنې کړې دي.

د سرې میاشتې په وینا د افغانستان په ختیځ کې د وړمې شپې د زلزلې د قربانیانو شمیر یو زر یوسل او څلرویشتو ته رسیدلی دی.

سرې میاشتې نن خبر ورکړ چې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه درې زره دوه سوه یو پنځوس کسان ټپیان شوې هم دی او تر اته زره ډیر کورونه ویجاړ شوې دي.

وړمه شپه د شپږ ریښتر په کچه زلزلې د افغانستان په ختیځ کې په کونړ کې تر ټولو ډیر تلفات اړولي دي.


نړیوالې مرستې

د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره د بهرنیو د مرستو په دوام د متحده عربي اماراتو د ژغورنې ټیمونه افغانستان ته استولې دي.

د متحده عربي اماراتو د رسمي اژانس( وام) د راپور له مخې د دغه هیواد مشر شیخ محمد ال-نهیان په خپله د ابوظبي ملکي دفاع، ملي ساتونکو او د ګډو عملیاتو د قوماندې ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې له زلزله ځپلیو سره په افغانستان کې مرسته وکړي.

متحده عربي اماراتو د دوشنبې په ورځ له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره یوشمیر خوراکي مواد، درمل او د خیمو په څیر د ضروري وسایلو مرسه هم وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره د تیلفوني مکالمې پرمهال د بشري مرستو ډاډ ورکړ.

تر دې مخکې بریتانیا له زلزله ځپلیو سره د یو میلیون پونډه بیړنۍ مرستې اعلان وکړ، تر دې مخکې هند پنځلس ټنه خوراکي مواد او د زرو خیمو مرسته کړې وه.

یو شمیر افغان سوداګرو هم د مرستو ژمنې کړې دي، د دوی په ډله کې میرویس عزیزي له زلزله ځپلیو سره د پنځه سوه میلیونه افغانیو د مرستو ژمنه کړې ده.

د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ویلي چې له متحده عرب اماراتو سره د لوبې ټول فیسونه چې لسهاو زره ډالره کېږي د زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG