په داسې حال کې چې پاکستان کې د پی او آر کارټ لرونکو افغان کډوالو د پاته کیدو مهلت سبا دوشنبې پای ته رسیږي، تیره ورځ شاوخوا ۱۴۸۰ کورنۍ له پاکستان افغانستان ته ستنې شوي دي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې د باختر دولتي خبري آژانس رپوټ ورکوي چې لدې جملې ۱۳۰۸ کورنۍ د تورخم له لارې ، ۱۴۵ کورنۍ د سپین بولدک ، ۱۵ کورنۍ د پکتیا د انګورو اډې ، او ۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې دبندر له لارې افغانستان ته ستنې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) وایي، شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال پاکستان کې د POR کارتونه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته به دغه ډله افغانان په زور افغانستان ته ستنوي.
د دې کډوالو د کارتونو موده دوه میاشتې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې، خو پاکستان یې له تمدیدېدو ډډه کړې ده.