ټلیګراف ورځپاڼه: طالب چارواکي د افغانانو د ستنولو لپاره له "هر چا" سره همکارۍ ته چمتو دي

د برتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې د طالب چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وايي: دوی له "هرچا" سره کار ته چمتو دي چې افغانان بیرته افغانستان ته ستانه کړي.

دغې ورځپاڼې د یوه طالب چارواکي له قوله چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی، لیکلي چې وايي که برتانیا هر څوک افغانستان ته بیرته ستنوي، طالبان به یې ومني. دغه کس ویلي چې د دې کار په بدل کې طالبان له برتانیا پیسې نه غواړي خو افغانستان ته د ستنېدونکو لپاره به د مرستې هرکلی وکړي.

دا وروسته له هغه چې د انګلستان د (ریفارم یو کېReform UK) په نوم سیاسي ګوند ښي اړخي مشر نایجل فراژ د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو ګټلو په صورت کې د سلګونو زره پناه غوښتونکو د ایستلو پلانونه اعلان کړل.

په راپور کې راغلي چې نایجل فراژ د خپل اعلان پر مهال دا هم وویل چې افغانستان غوندي هیوادونو ته به د کډوالو د بیرته منلو لپاره 2 ملیارد پونډه مرسته چمتو کړي، او پر هغو هیوادونو به بندیز ولګوي چې په دې برخه کې همکاري ونکړي.

ټاکل شوې ده د انګلستان راتلونکې سیمه ییز انتخابات د ۲۰۲۶ کال د می په ۷ مه نېټه تر سره شي.