بنګله دیش او پاکستان سره سلا شول چې اړیکې ورغوي

د بنګله دیش د بهرنیو چارو سلاکار محمد توحید حسین ( ښۍ خوا ته ) ، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ډاکه کې .

بنګله دیش او پاکستان، چې یو وخت په ۱۹۷۱ کال کې له جلا کېدو وروسته یې سخته دښمني سره درلوده ، د یکشنبې په ورځ موافقه وکړه چې خپلمینځي اړیکې چې د اوږدې مودې راهیسې کړکېچنې وې ورغوي او سوداګري زیاته کړي.

خو بنګله دیش دا هم وویل چې یوه مهمه مسئله چې پاکستان باید د جګړې پر مهال د شویوظلمونو څخه بخښنه وغواړي لاینحل پاته ده .

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې په تیرو دیارلسو کلونو کې لومړی پاکستانی لوړ رتبه چارواکی دی چې دبنګله دیش لیدنه کوي وویل چې ددواړو هیوادونو د ولسونو د خیرښینګڼې لپاره ساحه او امکانات پراخ دي.

د پاکستان پوځ د ۱۹۷۱ کال د جګړې پر مهال په پراخو ظلمونو تورن شوی.

په دغه جنګ کې سلګونه زره کسان او د بنګله دیش د اټکل سره سم ملیونونه کسان ووژل شول.

په ډاکه کې ډیری کسان لاهم د اسلام آباد څخه غواړي چې د وژنو څخه بخښنه وغواړي.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو سلاکار محمد توحید حسین وویل چې د بخښنې مسئله حل نه شوه، خو په دې سلا وشوه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې پیاوړې کړي .

د تجارتي او اقتصادي اړیکو د تعمیق او همدارنګه د کلتوري تبادلو د زیاتولو لپاره تړونونه لاسلیک شول.