راشد خان د اسیا د جام په لوبو کې دافغانستان د ټیم مشري کوي

راشد خان به راتلونکې میاشت د اسیا د شل اوریزو لوبو جام کې د افغانستان د ټیم چې ځواکمن سپنران لري مشري وکړي.

د دغه ټورنمنټ لپاره د ټیم په تشکیل کې چې د یکشنبې ورځ په اعلان شو نوی سپنر الله محمد غضنفر هم شامل دی.

د کپټان راشد خان ترڅنګ تجربه لرونکي سپنران ، محمد نبي ، نور احمد او مجیب الرحمن هم دافغانستان ټیم ته ځواک او تجربه بښي.

فضل الحق فاروقي ، عظمت الله عمرزی، نوین الحق او ګلبدین نایب د افغانستان په لوبډله کې د تیز بالینګ څلور انتخابونه دي.

ابراهیم ځدراڼ ، رحمن الله ګربز ، صدیق الله اتل او کریم جنت دافغانستان بیټنګ لاین پیاوړی کوي.

افغانستان په B ګروپ کې له بنګله دیش ، هانګ کانک او سیریلانکا سره دی.

هند، پاکستان ، عمان او کوربه هیواد متحد عربي امارات په A ګروپ دي.

د آسیا جام لوبې د سپتمبر له ۹ تر ۲۸ پورې په متحدو عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

افغانستان د جام تر لوبو مخکې ، پاکستان ، او عربي اماراتو سره درې اړخیزې لوبې کوي چې د راتلونکې جمعې په ورځ په شارجه کې پیلیږي.