په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د قحطۍ له امله درې نور کسان مړه شوي دي

په غزه کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د حماس او اسراییلو ترمنځ د شخړې له پیل راهیسې په غزه کې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۲ زرو زیات شوی دی او تر ۱۵۶ زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.

د بیان له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسراییلي بریدونو په پایله کې ۵۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۸۵ نور ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله درې نور کسان هم مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تر اوسه پورې، په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ۲۶۹ ثبت شوی، چې ۱۱۲ کوچنیان هم پکې شامل دي.

ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۵ کال د می په میاشت کې د امریکا په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ د فعالیت له پیل راهیسې په دې سیمه کې د مرستو ترلاسه کولو په هڅه کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې د دې بنسټ مرکزونو ته نژدې د عملیاتو پر مهال اسرایلي ځواکونو ویشتلي دي. اسراییل په غزه کې د لوږې رامنځته کولو د پالیسۍ تورونه ردوي. د غزې جګړه هغه مهال پیل شوه چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال په اومه د اسراییل پر جنوبي سیمه برید وکړ، تر ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.