متحده عربي اماراتو په هرات ولایت کې د ترافیکي پیښې د قربانیانو په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د غمشریکي څرګنده کړې ده.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هرات کې د ترافیکې پېښې د قربانیانو شمېر ۷۹ تنه ته رسېدلی دی.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع د اګسټ په ۲۰ مه رسنیو ته وویل چې په مړو شویو کسانو کې ۱۹ یې یوازې کوچنیان دي.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت دا ترافیکي پېښه ټکان ورکونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه د څېړنو امر شوی دی.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو بس چې له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال پکښې سپاره وه، د تیلو له یو ټانکر سره ټکر شو او اور یې واخیست.
دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې له دې هیواده سلګونو زره افغان کډوال ایستلي او هره ورځ زرګونو کسان د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ننوځي او د هرات له لارې نورو ولایتونو ته سفر کوي.