په هرات کې پر مرګونې ترافیکي پېښه غبرګونونه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې تر یوې مرګونې ترافیکي پیښې وروسته د قربانیانو کورنیو او ژوندیو پاتې شویو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

پلاوي د چهارشنبې په ورځ پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې لیکلي:

"په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې د هغې غمجنې ترافیکي پیښې په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، چې د ۱۹ کوچنیانو په ګډون ۷۹ کسان پکې ووژل شول."

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو او عیني شاهدانو ویلي چې دا پیښه د سې شنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس د موټرسایکل او د تیلو له یوه ټرک سره ټکر شو، چې له امله یې اور ولګېد.

د چارواکو په وینا، بس د اسلام کلا له سرحدي سیمې څخه مسافر لیږدول، چې معمولا له ایرانه د ایستل شویو کډوالو د ستنېدو نقطه ده.

ایراني چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱.۲ ملیون افغان کډوال ایستل شوي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې ۸۰۰،۰۰۰ نور له دې هیواده ووځي.