د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په هرات ولایت کې یې د برېښنا رسولو د درو پروژو لپاره د ۴۱ ملیون ډالرو په ارزښت قراردادونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د یکشنبې په ورځ په خپاره کړي یوه بیان کې، د طالبانو لخوا اداره کېدونکي بریښنا شرکت ویلي چې دا پروژې د زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د قراردادونو له مخې به له نور الجهاد سب سټیشنه تر پل هاشمي سب سټیشنه او بیا تر "۲۴ حوت شهیدانو" سب سټیشن پوري د ۲۲۰ کیلو ولټ بریښنا لیږدول کیږي، او همدارنګه په دغو قراردادونو کې د نوي سب سټیشن او اړوند بریښنا لینونو جوړول شامل دي.
دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې په ټول افغانستان کې اوسیدونکي د دوبي په میاشتو کې د بریښنا له کمښت څخه شکایت کوي، چې دوی وايي جدي ستونزې یې رامینځته کړې دي.
په افغانستان کې، برېښنا ته لاسرسی محدود دی. سره لدې چې افغانستان د انرژۍ د تولید لوی ظرفیت لري خو روستي راپورونه ښیې چې یوازې شاوخوا ۳۸٪ افغانان له بريشنا برخمن دي.