د اروپايي هیوادونو مشران نن د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره دلازمو اقداماتو په هکله خبرې کوي.
د جرمني ، فرانسې او بریتانیا د مشرانو آنلاین غونډه په سپینه مانۍ کې د اوکراین او متحدوایالاتو دمشرانو د غونډې په درشل کې دایریږي.
په عین حال کې کیف او مسکو پر یوبل خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
اوکراین هلې ځلې کوي چې اروپا د اوکراین د جګړې د ختمولو او امنیتي ضمانتونو ترلاسه کولو په زیارونو کې کې شامله کړي.
دا هم امکان لري چې یو اروپايی مشر داوکراین جمهور رییس ولودیمیرزیلنسکي سره ددوشنبې په ورځ واشنګتن ته دسفر ملګری شي.
د جرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول ویلي چې دیکشنبې د ورځې په غونډې کې به دا څرګنده شي چې آیا زیلنسکي سره واشنګتن ته کوم اروپايی مشر ځی کنه.
کله چې له نوموړي وپوښتل شول چې آیا د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس به زیلنسکي سره واشنګتن ته ولاړ شي ؟ په ځواب کې یې وویل ګڼ شمیر مشران که چیرې تصمیم ونیول شو آماده دي چې ولاړ شي.
زیلنسکي په الاسکا کې د امریکا او روسیې دمشرانو له غونډې یوه ورځ وروسته د شنبې په ورځ ولیکل : " دا مهمه ده چې اوروپاییان له امریکا سره په هره مرحله کې حضور ولري ترڅو د ډاډ وړ امنیتي ضمانتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي. "
د تیرې جمعې په ورځ په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین ترمینځ غونډه په اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ کال له بشپړ برید راهیسې د مسکو او واشنګتن ترمینځ د دیپلوماسي ترټولو لوړه سطحه وه.
خو داسې ښکاري چې دغې غونډې هم د پوتین د جګړې په اهدافو کې کوم بدلون رامینځ ته نکړ.
ګڼو خبري موسسو د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي چې پوتین وړاندیز کړی چې که کیف خپله ټوله دونیتسک سیمه روسیې ته وسپاري نو په اکثرو جبهاتو کې به جګړه ودروي.
زیلینسکي له اوږدې مودې راهیسې دا خبره کوي چې خپلې سیمې به روسیې ته پرینږدي او دا نظر د کیف د ډیری اروپایي متحدینو لخوا هم شریک شوی دی.