چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان په شمال کې د سختو سیلابونو له امله په تیرو ۴۸ ساعتونو کې لږترلږه ۳۲۱ کسان مړه شوي دي او ژغورونکي له خټو او خاورو څخه د جسدونو د را ایستلو هڅې کوي.
د طبیعي پیښو د مدیریت ولایتي ادارې وویل چې د رپوټونو په اساس لدې جملې ډیری کسان ، ۳۰۷ تنه، د خیبر پښتونخوا په غرنیو سیمو کې مړه شوي دي .
ډیری دغه کسان د سیلابونو او د کورونو د نړېدو له امله مړه شوي، چې په مړو کې ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان هم شامل دي. لږ تر لږه ۲۳ کسه نور ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ایالتي ادارې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې شاوخوا ۲۰۰۰ ژغورونکي له خاورو څخه د جسدونو په را ایستلو او په نهو زیانمنو ولسوالیو کې د مرستې په عملیاتو بوخت دي چیرې چې باران لاهم هڅې له خنډ سره مخ کوي.
د یادې ادارې ویاند بلال احمد فیضي ویلي چې : "درانه بارانونه، په څو سیمو کې د ځمکې ښویدنې او د سړکونو ویجاړیدل د مرستو رسولو کې ، په ځانګړې توګه د درنو ماشینونو او امبولانسونو لیږدولو کې ستونزې را مینځ ته کوي."
ایالتي حکومت د بونیر، باجوړ، سوات، شانګله، مانسهره او بټګرام غرنۍ سیمې سختې زیانمنې شوي سیمې اعلان کړي دي.