د بخښنې نړیوال سازمان د چارشنبې په ورځ یو وار بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړپوړي غړي علي وزیر د ازادۍ غوښتنه وکړه.
دغه سازمان پر ایکس پاڼه په اعلامیه کې ویلي چې علي وزیر د ۲۰۲۴ کال د اګست راهیسي چې یو کال کیږي، په ناحقه توقیف کې دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې دی پرته له عادلانه محاکمې بندي دی او د ده د بند د اوږدولو په خاطر پر ده بې ځایه قضیې ثبت شوې دي.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، علي وزیر مخکې له۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پوري تر دوو کلونو زیاته موده په غیرقانوني توقیف کې تیره کړی ده.
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴م کال د اګست په درېيمه نیولی و. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی و. وروسته محکمې ده ته په دغو قضیو کې ضمانت ورکړ خو دی بیا هم د ازادېدو پر ځای له اسلام اباده- راولپېنډۍ، بیا د پنجاب په بېلابېلو زندانونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
علي وزير د پاکستان پر امنیتي پالیسیو د سخت انتقاد لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د رامنځته کولو لامل شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت تل دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.