د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د سلګونو افغان کډوالو د ویزو د تصویب چارې روانې دي

ټامي پیګوټ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویانده

د امریکا حکومت وایي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام روان دی او سلګونه ویزې اوس مهال د تصویب په مختلفو مرحلو کې دي.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاندې ټامي پيګوټ د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن ډي سي کې خبرې غونډې ته وویل چې (SIV) پروسه روانه ده او دا له کلونو راهیسې ادامه لري. نوموړي بیا وویل چې د ټرمپ اداره دې پروګرام ته لومړیتوب ورکوي.

د SIV پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو له ځواکونو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره یوځای کار کړی دی او اوس غواړي چې امریکا ته پناه یوسي.

په متحده ایالاتو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د اوږدې مودې ملاتړ سربیره، دا پروګرام د ورو پروسس کولو، لوژستیکي خنډونو او امنیتي اندیښنو په ګډون له ننګونو سره مخامخ دی.