د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر وایي د هیواد امنیتي کابینې د غزې ښار د بشپړ نیولو پلان تصویب کړی دی.
دا اقدام، چې د جمعې په سهار اعلان شو، د ۲۲ میاشتنۍ جګړې د پراختیا یوه بله نښه ده.
بنیامین نتنیاهو مخکې ویلي وو چې د حماس د له منځه وړلو لپاره، اسرائیل باید ټوله غزه ونیسي او وروسته یې "دوستو عربي ځواکونو" ته وسپاري.
اسرائیل اوس د غزې ډیره برخه ترکنټرلاندې لري.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د غزې بشپړ اشغال کولی شي د بې شمیره فلسطینیانو او د حماس لخوا نیول شوي شاوخوا ۲۰ یرغمل کسانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي، او اسراییل په نړیواله کچه نور هم منزوي کړي.
متحده ایالات او اروپايي اتحادیه حماس یوه "ترهګره ډله" ګڼي.