د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د خصوصي سکتور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د یوسل او درې اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د یوه تړون خبر ورکوي.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د دواړو خواوو ترمنځ د تیلو او ساختماني سکتورونو په برخه کې لاسلیک شو.
د یوې اعلامیې له مخې، د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمیرویچ کوروبچینکو، چې د تړون لاسلیک کولو لپاره کابل ته تللی، طالبانو ته بلنه ورکړه چې د تاتارستان د نفتي موادو په نندارتون کې چې د اګست په ۲۶مه پرانیستل کیږي، برخه واخلي.
روسیه لومړنی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپیژند او له طالبانو سره یې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکي ټینګ کړې دي.