د امریکا د کانګریس غړیو یوې دوه ګوندي ډلې یو وار بیا په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو لایحه د استازو او سنا جرګو ته معرفي کړه.
دا د هغو لسګونو زرو افغانانو لپاره د دایمي استوګنې قانوني لاره رامنځته کولو لپاره درېیمه هڅه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته امریکا ته انتقال شوي دي.
دا لایحه به د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام هم وغځوي او په متحده ایالاتونو کې د بیا مېشتېدو لپاره وړتیا پراخه کړي.
د کانګریس غړي جیسن کرو چې دا لایحه یې وړاندي کړې، په یوه بیان کې ویلي چې ډیری افغانان چې د شل کلنې جګړې په جریان کې یې د متحده ایالاتو د ماموریتونو ملاتړ کړی، لاهم له قانوني خنډ سره مخامخ دي.
د معلوماتو له مخې له دغو افغانانو څخه یو شمېر یې په امریکا کې دي چې هلته په موقتي اسنادو اوسي او نور یې اوس هم په قطر کې د امریکا په السیلیه کمپ کې دي او بیرته افغانستان ته د ستنول کېدو له خطر سره مخامخ دي.