د ملګرو ملتونو متخصصان وايي، د داعش خراسان څانګه، چې مرکز یې په افغانستان کې دی، د پیغام رسونې د خوندي اپلېکېشنونو او ټولنیزو رسنیو له لارې خلک افراطي کوي او دا مهال امریکا او اروپا ته تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه راپور پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړ.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې د بهرنیو ترهګرو د بیرته ستنېدو په اړه اندېښنه مخ پر زیاتېدو ده، ځکه چې دوی ښایي منځنۍ آسیا او افغانستان ته د بېرته راتګ له لارې د سیمې امنیت ګډوډ کړي.
کارپوهانو په راپور کې دا هم څرګنده کړې، چې په القاعده پورې اړوندې ډلې، په ځانګړې توګه الشباب په افریقا کې د خپل فعالیت ساحې پراخې کړې دي.