یوه ورځ وروسته له هغه چې د لبنان حزبالله عمومي منشي ټینګار وکړ چې دا ډله به خپلې وسلې پر مځکه کښېنږدي، د لبنان ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد یې پریکړه کړې څو حزبالله او نور سیاسي او ملېشه ډلې بېوسلې کړي.
د لبنان د رسنیو د راپور له مخې، جوزف عون نن (د پنجشنبې) په بیروت کې وویل چې وسلې باید یوازې د لبنان د دولت په واک کې وي، څو وکولای شي خپل حاکمیت په ټوله خاوره کې پلی کړي.
جنرال عون، چې تر یوې مودې مخکې د لبنان د پوځ قوماندان و، زیاته کړه چې ټولې هغه وسلې چې له دولته دباندې د حزب الله په شان د وسلهوالو ډلو په لاس کې دي، باید راټولې شي.
ده له حزبالله، او له نورو ډلو وغوښتل چې د «وسلې د انحصار د اصل، چې یوازې د پوځ په واک کې وي» ملاتړ وکړي، او دې غوښتنې ته په پوره مسوولیت ځواب ووايي، ځکه چې: «دا یوه برخلیک ټاکونکې مرحله ده، چې په کې نور تحرکات نه شي زغمل کېدای.»
د عون په وینا، ټول سیاسي ځواکونه او ډلې باید له دې فرصت څخه استفاده وکړي، څو د پوځ د وسلو انحصار ملاتړ وکړي.