د ۱۵ لویدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د ملګرو ملتونو د درې ورځني کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، په یوه ګډه اعلامیه کې له نورو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندلو لور ته ګامونه واخلي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نویل بارو، د پرون (چهارشنبې) په یوه اعلامیه کې، چې په ایکسپاڼه کې یې خپره کړه، ویلي:
«په نیویارک کې، فرانسه له ۱۴ نورو هېوادونو سره یو ګډ غږ پورته کوي: موږ د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوو او له هغو هېوادونو غواړو چې لا یې دا کار نه دی کړی، چې له موږ سره یوځای شي.»
دا درې ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د «دوو دولتونو حل» تر عنوان لاندې د فرانسې او سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شو او د سېشنبې په شپه پای ته ورسېد.
په کنفرانس کې ۱۵ هېوادونو، چې هسپانیا، ناروې او فنلنډ هم پکې شامل وو، د دوه دولتونو د حل په اړه پر خپله بېساري ژمنتیا ټینګار وکړ.
اندورا، اسټرالیا، کاناډا، ایسلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، مالټا، نیوزیلنډ، پرتګال، سان مارینو، او سلوانیا د دې اعلامیې نور لاسلیک کوونکي هېوادونه دي.