دوه افغان کډوال هغه مهال انقرې ښار ته نژدې په یوه کرنيزه فارم کې د خوشایو ډېران د پاکولو پر مهال د مېتان ګاز له کبله مړه شول.
ترک چارواکو وویل، پرون (چهارشنبې) یې انقرې ته څېرمه د څارویو په فارم کې د دوو افغان کډوالو مړي وموندل شول.
د ترکيې رسنیو راپور ورکړی، چې دغو کارګرانو هڅه کوله کنده پاکه کړي، خو د مېتان ګاز له امله بېسده او مړه شوي دي.
پلټنو ښودلې چې دوی د سېشنبې له ماښام (د جولای ۲۹) راهیسې هلته بند پاتې وو، او مړي یې د چهارشنبې په سهار راویستل شول.
قربانیان ۲۳ کلن محمد رحیم او بل احمد نومېدل. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې دواړه د افغانستان اتباع وو.
د ترکيې پولیسو د دوی د مړینې د علت او شرایطو د معلومولو لپاره څېړنې پیل کړي دي.