د ایران د بسیج یو قوماندان په زاهدان کې ووژل شو

په زاهدان کې د بسیج په نوم د ایران د رضاکار ځواک د اډې قوماندان وژل شوی دی

د سپاه پاسداران د ځمکنيو ځواکونو د قدس سيمه‌ييزې اډې پرون (دوشنبې) خبر ورکړ چې د د دې ځواک د يوې اډې قوماندان په یوه «تروریستي برید» کې وژل شوی دی.

د دې اډې په خبرپاڼه کې د وژل شوي کس نوم «جواد کریم‌کُشته» بلل شوی او ويل شوي چې نوموړی د یکشنبې په ورځ (د زمريږ/ اسد ۵ مه) د زاهدان ښار د شيرآباد سيمې په «امام هادي» جومات کې «د لمونځ کوونکو د امنيت د ساتنې د ماموريت پر مهال» وژل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

د زمري په څلورمه نېټه په زاهدان ښار کې د سيستان او بلوچستان د ولايت د عدليې پر ودانۍ وسله‌وال بريد شوی و.

د «جیش‌العدل» په نوم ډلې، چې ايران او امريکا يې يوه «ترهګره» ډله بولي، د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخیست.