د ایران ولسمشر معسود پزشکیان؛ که مناسب شرایط برابر شي افغانستان ته سفر کوم

د ایران ولسمشر معسود پزشکیان

د ایران ولسمشر ویلي که مناسب شرایط برابر شي چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي او په خبره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.

مسعود پزشکیان د ایران د بهرنیو چارو وزارت له کارکونکو سره په یوه غونډه کې له افغانستان سره د اړیکو او همکاري د پراختیا ملاتړ کړی.

که مناسب شرایط برابر شي چمتو یم چې افغانستان ته سفر وکړم او د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزم
معسود پزشکیان

پرون د جولای په ۲۶ په هغه اعلامیه کې چې د ایران د ولسمشر د دفتر له لوري خپره شوې راغلي چې نوموړي د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړتیا ټینکګار کړی او ویلي،" له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د اصلاح او ښه کولو له لارې به لوی او اغېزمن کارونه ترسره شي".

نوموړي ټینګار کړی چې سوداګر، فرهنګي او اکاډمیک شخصیتونه باید په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي.

نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ فرهنګي، ژبني او مذهبي مشترکاتو ته هم اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د افغان کډوالو د وضعیت تنظیم ته باید ډیر پام وشي څو په خبره یې نیمګړتیاوې د افغانانو ترمنځ منفي ذهنیت رامنځته نه کړي.

که څه هم ایران لا تراوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له دوی سره نږدې ډیپلوماټیکي اړیکې لري.

د ایران ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له دې هیواده د افغان کډوالو د ډله ییزې جبري ایستنې لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

په دې اړه نور: په ۲۰۲۴ کې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو لویه برخه د افغانانو وه

په ایران کې میشت یو شمېر افغان کډوالو او هغه کسان چې په وروستیو کې افغانستان ته ستانه شوي وايي د پولیسو او یو شمیر عامو ایراني وګړو له نامناسب او سپک چلند سره مخ شوي دي.

یو افغان کډوال چې تازه افغانستان ته ستون شوی او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل، " افغانان په ډېر بد وضعیت کې وو، د ایران حکومت او ایراني اتباعو موږ ته په ډېر حقارت کتل، دوکارندانو او ډوډۍ پخونکو ان افغانانو ته سودا نه ورکوله، او دوی ته به یې سپکې سپورې ویلي."

افغانان په ډېر بد وضعیت کې وو، د ایران حکومت او ایراني اتباعو موږ ته په ډېر حقارت کتل، دوکارندانو او ډوډۍ پخونکو ان افغانانو ته سودا نه ورکوله، او دوی ته به یې سپکې سپورې ویلي
افغان کډوال

په ایران کې میشت یو افغان کډوالو هم ورته شکایت لري.

دا هم چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل، " دلته د افغان کډوالو په وړاندې ستونزې بیخي اوج ته رسېدلی دی، موږ ان دوکانونو ته نه شو وتلی، څو ملګري مې ها بله ورځ واستول خو هلته ورسره ډېره بد چلند شوی وو، او بدې ردې یې ورته ویلي وې، ورته یې ویلي وو چې افغانان جاسومان دي، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ډېر بد دی، هر څوک چې بیرون وځي ایرانیان یې ګواښي او سپکې سپورې ورته وايي."

په ورته وخت کې د کډوالۍ د برخې یو شمېر کارپوهان هم په ایران کې له افغان کډوالو سره روان چلند د اندېښنې وړ بولي.

د اروپا په کمیسیون کې د کډوالو د چارو کارپوه یونس محمدي ازادي راډيو ته وویل،" دا ځل له ایرانه د افغان کډوالو ایستل ډېر سپکونکي او بې رحمانه دي، ان په سړکونو د عامو ایرانیانو بد چلند، په کمپونو کې د پولیسو بده وضعه او د دوی سپکې سپورې ګورو او په اړه یې اورو، سیاستوال یې دا اعمال او فعالیتونه ستايي، زما په نظر دا ډېره خطرناکه ده."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپورونه ورکړي چې له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال په افغانستان کې د طالبانو له ناوړه چلند سره هم مخ شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) او د دې استازولۍ د بشري حقونو دفتر په یو راپور کې ویلي چې افغان راستنیدونکي د شکنجې، خپل سري توقیف او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو این ایچ سي ار) ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال له پیله د روانې جولای میاشتې تر ۲۳ مې له ایرانه له یو میلیون او ۶ لکه او ۸۴ زرو څخه ډېر افغان کډوال راستانه شوي چې په افغانستان کې یې بشري ناورین لاپسې زیات کړی دی.