د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که روسیه په ۵۰ ورځو کې له اوکراین سره پر اوربند موافقه ونه کړي، پر هغو هیوادونو به سختې تعرفې ولګوي چې له روسیې سره راکړه ورکړه کوي.
ټرمپ د اوکراین د جګړې په تړاو د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین نیوکه وکړه او هغه یې په دې تورن کړ چې د سولې د تړون له لاسلیکولو ډډه کوي او واشنګټن ته یې "بېمانا دلایل" وړاندې کړي دي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو له سرمنشي مارک روټې سره د کتنې په ترڅ کې اعلان وکړ چې له ناټو سره یې داسې توافق کړی چې د اوکراین لپاره به وسلې استول کېږي او د دغو وسلو لګښت به ناټو ورکوي.
هغه وویل:
«موږ نن داسې یو توافق وکړ چې وسلې به اوکراین ته لیږل کېږي او لګښت به یې ناټو پرې کوي.»
ټرمپ دا هم وویل، که چېرې ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره اقدام و نه کړي، امریکا چمتو ده چې پر روسیې او هغو هیوادونو چې له مسکو سره راکړه ورکړه کوي، ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي. دا تعرفې ښايي په راتلونکو ۵۰ ورځو کې عملي شي.
ټرمپ زیاته کړه:
«موږ له روسیې خوشاله نه یوو، او ډېرې سختې تعرفې به پرې ولګوو … شاوخوا ۱۰۰ سلنه تعرفې.
موږ په دې جګړه کې ۲۵۰ میلیارد ډالر مصرف کړي دي … او موږ غواړو دا جګړه ختمه شي. زه له پوتین څخه مایوسه یم، ځکه ما فکر کاوه چې دوې میاشتې مخکې به موږ یو تړون ولرو.»