د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) د ایران او پاکستان لهخوا په بې ساري ډول د ډېر شمېر افغان کډوالو پر ستنولو جدي اندېښنه څرګنده کړه او د هغو د عاجلو اړتیاوو لپاره یې د بېړني بشري ملاتړ غوښتنه وکړه..
د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې له ایران څخه یوازې په یوه ورځ تر ۴۳ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا چاره د افغانستان له مخکې څخه کمزورې زیربناوې او کوربه ټولنې تر سخت فشار لاندې راوړي.
دغه اداره خبرداری ورکوي چې په ځانګړو سرحدي سیمو کې د کډوالو تمرکز پر ځایي ټولنو او شته سرچینو «غیر معمولي فشار» راوستی، په داسې حال کې چې دا سیمې له وړاندې د اقتصادي ستونزو او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له سختو شرایطو سره مخامخ دي.
د کډوالو لویې کمیشنري همداراز ټینګار کوي چې افغان ښځې او نجونې د راستنېدو پر مهال له سختو محدودیتونو او سیستماتیک تبعیض سره مخامخ دي، چې دې وضعیت د دوی د تعلیم، روغتیا او کار کولو فرصتونه خورا محدود کړي.
په وروستیو میاشتو کې، هم ایران او هم پاکستان د هغو افغان وګړو د ایستلو بهیر چټک کړی چې د دوی په وینا بې اسناده دي.