د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې واشنګټن به اوکراین ته د ناټو له لارې د وسلو یوه بسته، چې پکې د «پېټریاټ» هوايي دفاعي سیسټمونه هم شامل دي، واستوي.
ټرمپ د امریکا له سي پی ایس تلویزیوني چاینل سره په خبرو کې وویل: «موږ به پېټریاټ سیسټمونه ناټو ته ورلېږو، او بیا به ناټو دا وسلې ووېشي.» هغه زیاته کړه چې د دغو سیسټمونو لګښت به ناټو پرې کوي.
د پېټریاټ سیستم کولای شي د د ډېر شمېر هوايي بریدونو، په ځانګړي ډول د پرمختللو بالستیک توغندیو، مخه ونیسي. دا سیستم د نړۍ له غوره دفاعي وسایلو څخه ګڼل کېږي، په داسې حال کې مسکو د شپې په مخه د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله پر اوکراین بریدونه زیات کړي، چې دا جګړه اوس څلورم کال ته داخله شوې ده.
د پنجشنبې په ورځ، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په روم کې د اوکراین د بیا رغونې غونډې ته د وینا پر مهال، وویل چې جرمني به د دوو پېټریاټ سیسټمونو لګښت پر غاړه واخلي، او ناروې هم د یوه سیسټم ورکولو ته چمتو شوې ده.