د امریکا یوې فدرالي محکمې د افغان وګړو لپاره د «موقتي خونديتوب حالت» (TPS) د لغوه کېدو د ځنډ غوښتنه رد کړه.
د محکمې د دې پرېکړې معنا دا ده چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۱۴مې نېټې وروسته، ډېری افغانان ښايي د کار اجازه له لاسه ورکړي او له ایالتونو څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ شي.
دغه پرېکړه د جولای په ۱۰مه د مریلینډ ایالت د فدرالي محکمې قاضي، تیودور چوانګ، وکړه. هغه وویل، که څه هم قانوني قضیه لا هم روانه ده، خو د TPS لرونکو افغانانو قانوني وضعیت به د محکمې د پرېکړې تر بشپړېدو پورې تمدید نه شي.
دا حکم نژدې ۱۱ زره ۷۰۰ افغان کډوالو اغېزمن کوي.
دغو افغانانو ته وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، د موقتي خوندي حالت اقامت ورکړل شوی و، ځکه بېرته ستنیدا یې خطرناکه وه.
د کډوالو د حقونو مدافع ډلې د حکومت دغه پرېکړه محکمې ته وړې، دوی استدلال کوي چې د TPS ختمېدا ظالمانه او سیاسي انګیزه لري. دوی وایي، حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو جدي ستونزې، په ځانګړې توګه د زیانمنو ټولنو لپاره، له پامه غورځولي دي.
د بشري حقونو مدافعان خبرداری ورکوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د افغانانو، په تېره بیا د ښځو او نجونو، بېرته استول ډېر خطرناک دي. د طالبانو تر واک لاندې، ښځې له تعلیم، کار او بنسټیزو ازادیو څخه تقریباً بیخي بېبرخې دي.