ولسمشر ډونالډټرمپ او د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي چې متحدایالات به پر ناټو وسلې وپلوري څو اروپايي متحدان یې دا وسلې پر اوکراین، چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د حملو د شنډولو هڅه کوي، وپلوري.
ښاغلي ټرمپ پرون له ان بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې وویل د دې وسلو سل په سلو کې پیسې به ناټو ورکوي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون وویل چې په امریکا کې جوړې شوې ځینې وسلې چې اوکراین اړتیا ورته لري ناټو ته ورکړل شوي دي. او ناټو کولای شي دا وسلې اوکراین ته ورکړي او اروپايي هېوادونه یې پرځای له امریکا څخه نورې وسلې وپېري.
روبیو د مالیزیا پلازمېنې کوالالامپور ته د سفر پرمهال په یوه خبري غونډه کې د مثال په توګه یادونه وکړه چې د امریکا پرتله له جرمني څخه اوکراین ته د وسلو لېږد ډېر چټک او آسانه کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین ویلي، د روسیې د بالستیک او کروز توغندیو د شنډولو لپاره امریکايي وسلو له هغې ډلې د هوايي مدافعې پاټریوت سیسټم ته ډېره اړتیا لري.