امریکا هیت تحریر الشام ډله د تروریستي ډلو له لیسته وایستله

د امریکا حکومت د سوریې هیئت تحریر الشام د خپلو بهرنیو ترهګرو سازمانونو له لست څخه وایست.

د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د دې ګام پورته کېدا ښايي د سوریې له نوي حکومت سره د پراخې همکارۍ نښه وي.

د اسوشیتید پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، دا پرېکړه شاوخوا دوې اوونۍ مخکې شوې، خو تمه ده چې له راتلونکې سې شنبې (۱۷م چنګاښ) څخه عملي شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په یوه رسمي بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د امریکا له لوی څارنوال او د خزانې وزیر سره تر مشورې وروسته کړې ده.

د «جبهه النصره» نومې ډلې، چې پخوا یې له القاعدې سره تړاو درلود، وروسته خپل نوم بدل کړ او «هیئت تحریر الشام» شو.

د سوریې په نوي حکومت کې ډېری مهم سیاسي او امنیتي چارواکي، پخوا د دې ډلې فعال غړي پاتې شوي دي.

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د روان کال د مې میاشتې په منځنیو کې، په ریاض کې د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل، او د سوریې پر وړاندې یې د امریکا بندیزونه نرم کړل.

په سوریه کې د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې (چې په ۲۰۱۱ کې پیل شوه) په لړ کې، سلګونه زره کسان ووژل شول، میلیونونه دننه او بهر ته کډوال شول، او لوېدیځو هیوادونو د بشار اسد د حکومت پر ضد فشارونه زیات کړل، خو هغه د ایران او روسیې په ملاتړ واک ته دوام ورکړ.

د اسد حکومت بالاخره د ۱۴۰۳ کال د قوس په میاشت کې، د احمد الشرع په مشرۍ د اسلامي هیئت تحریر الشام ډلې د ناڅاپي برید په پایله کې، له واکه لیرې شو.