د جولای اتمه د بې پاسپورټه او بې ویزې سوداګریزو موټر چلوونکو لپاره د مهلت ورستي ورځ ټاکل شوې او د دې دواړو درلودل نور ورته حتمي دي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې سلاکار دکتور مخلص احمد دوشنبه (د جولای په ۷ مه) د دې ټکي په څرګندولو سره ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله من دي چې دې ستونزې ته بله حل لاره راووځي، ګڼې په خبره یې د دواړو غاړو سوداګرو به جدي ستونزو سره مخ شي.
موټر چلوونکو ته په دومداره توګه د ویزو او پاسپورتونو تر لاسه کول ستونزمن دي، هیله مند یو چۍ د کابل او اسلام اباد چارواکي ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي که د جولای له ۸مې دا امر تطبیق شي په تورخم او سپین بولدک کې به ډېر لارۍ ودریږيمخلص احمد
"موټر چلوونکو ته په (دومداره توګه) د ویزو او پاسپورتونو تر لاسه کول ستونزمن دي، هیله مند یو چۍ د کابل او اسلام اباد چارواکي ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي که د جولای له ۸مې دا امر تطبیق شي په تورخم او سپین بولدک کې به ډېر لارۍ ودریږي."
د یادونې ده چې مخکې د د دواړو هیوادونو تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ د سوداګریزو موټرو چلونکو کولای شول د ( TAD) موقت سند پر بنسټ له پاسپورت او ویزې پرته هم تګ راتګ وکړي.
دا سند چې په افغانستان کې د پاکستان د سفارت او په پاکستان کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د دیپلوماتیکو ماموریتونو له خوا ورکول کېدو یو کلن اعتبار یې درلود لومړۍ شپږ میاشتې د سل ډالرو په بدل کې و خو پاتې نورو شپږو میاشتو لپاره بیا وړیا وو.
خو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت لخوا د یو مکتوب پر بنسټ چې ازادي راډیو تر لاسه کړی د جولای له ۸ مې وروسته د افغان سوداګریزو موټرو چلوونکي او د هغوی د مرستیالانو (کلینرانو) لپاره د یادونې ده چې د ( TAD) سند د اعتبار موده جولای په ۲مې نېټې پای ته رسېدلی وه خو د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ تر خبرو ورسته د جولای تر ۷مې نېټې وغځول شوه.
د یادونې ده چې د ( TAD) سند د اعتبار موده جولای په ۲مې نېټې پای ته رسېدلی وه خو د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ تر خبرو ورسته د جولای تر ۷مې نېټې وغځول شوه.
په دې اړه نور: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د پاکستان لخوا افغان موټر چلونکو او ټرانسپورټرانو ته د یو کلنې ویزې ، هرکلی کويپه افغانستان کې د پاکستان سفارت د جون په۲۰ مه اعلان وکړ چې افغان موټر چلونکو او د سفارت په ټکو ټرانسپورټرانو ته د سلو ډالرو په بدل کې یو کلنه ویزه ورکوي، چې څو ځلي پرې تک، راتګ کولی شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه سفارت په ایکس پاڼه خپره شوې وه راغلي وو چې د ویزې غوښتونکي باید د نورو اړینو سندونو تر څنګ د ( TAD) موقت معتبر سند کاپی هم ځان سره ولري.
زموږ غوښتنه خو دا ده چې څومره امکان لري د ټرانسپورت برخه کې اسانتیا رامنځته شي ځکه چې دا مهال د دواړو ملکونو تر منځ د (سوداګرۍ) همدا یوازې وسیله ټرانسپورت دی، غلام خان بندر خو بند دی، یوازې په دې تورخم او خرڅلاسو او سپین بولدک له لارې ټرانیزیت کېږيبشرمل اتمانزی
یو شمیر افغان سوداګر او د سوداګریزو ترانسپورتي شرکتونو مسولین هم د افغانستان د سبزیو اوتازه میوو په دې فصل کې د پاکستان حکومت لخوا دا محدودیتونه د اندېښنې وړبولي .
له دې ډلې افغان سوداګر او په تورخم کې د ترانسپورتي شرکت مشر بشرمل اتمانزي ازادي راډیو ته وویل،
"له دې درکه به د افغانستان سوداګرۍ ته ډېر زیان واوړي، نن سبا دلته د افغانستان د سبزیو او مېوو سیزن پیل شو او پاکستان لخوا دا مسئله جوړیزي، زموږ غوښتنه خو دا ده چې څومره امکان لري د ټرانسپورت برخه کې اسانتیا رامنځته شي ځکه چې دا مهال د دواړو ملکونو تر منځ د (سوداګرۍ) همدا یوازې وسیله ټرانسپورت دی، غلام خان بندر خو بند دی، یوازې په دې تورخم او خرڅلاسو او سپین بولدک له لارې ټرانیزیت کېږي."
بل افغان سوداګر حاجي عبدالاحد هم ازادي راډیو سره ورته ستونزه مطرح کړه.
"د افغانستان لخوا باید موږ ته دا ترتیب برابر شي ځکه پاکستان وړاندیز ورکړی دی چې سوداګرو ته ویزې ورکوي، که نه نو افغانستان سوداګرۍ ته به ډېر زیان ورسېږي."
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په راپور کې د مرکه شویو کسانو د اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
مخکې هم پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې بېلابیلې ستونزې موجودې وې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ،دغه هیواد سره سوداګري تر شپیته سلنې هم کمه شوې ده.
د یادونې ده دا ستونزه داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د ایران او اسرائیلوتر منځ د نښتو له امله په بندر عباس او چابهار کې وخت ناوخت د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې پر وړاندې ستونزې پېښېږي.
دغه شان له هغې مخکې د هند او پاکستان تر منځ د شخړو او د واګه بندر د تړل کېدو له امله هند سره سوداګري هم اغیزمنه شوې ده.