د اسراییل دفاع وزیر خپلو جګپوړو پوځي قوماندانانو ته ویلي چې پوځ د یوه داسې پلان پر جوړولو کار کوي چې له مخې یې ډاډ ترلاسه شي چې ایران بیا د اسراییل لپاره ګواښ نه شي جوړولی.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، ییسرايیل کاتس د چنګاښ په ۱۲مه (جولای ۲مه) د پوځ له لوی درستیز ایال زمیر او د استخباراتو له جګپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې وویل:
«د پوځ بل مأموریت دا دی چې یو دقیق او عملي پلان جوړ کړي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ایران هغه ظرفیتونه او امکانات بېرته ونه شي رغولی چې ویشتل شوي دي.»
همداراز، پرون (جمعه) د دفاع وزارت له خوا د دې غونډې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي کاتس ویلي، د دفاعي ځواکونو لپاره لازمه ده چې «له عملیاتي او استخباراتي پلوه چمتووالی ولري چې پر تهران خپله هوایي برلاسي جاري وساتي او د ایران د اتومي یا توغندويي ظرفیت د بیا رغولو مخه ونیسي.»
ښاغلي کاتس زیاته کړې، هېواد یې د "فعالې دفاع" تګلارې ته ژمن دی، هیڅکله به ایران ته اجازه ورنه کړي چې بېرته په ګواښ بدل شي.