د سعودي دفاع وزیر له ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره د ایران په اړه خبرې کړي

فاکس نیوز چاینل وايي چې د سعودي عربستان دفاع وزیر، د پنجشنبې په ورځ، په پټه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي او د ایران په اړه یې خبرې کړې دي.

دې شبکې د باوري سرچینو له قوله لیکلي چې خالد بن سلمان د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره د ایران او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو مېز ته د تهران د بېرته راګرځېدو په اړه خبرې کړې دي.

فاکس نیوز ویلي، د سعودي دفاع وزیر همداراز د غزې جګړې د پای ته رسولو او له حماس ډلې سره د نیول شویو ټولو اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره د هڅو په اړه هم بحث کړی دی.

د "اکسیوس" ویب‌پاڼې خبریال، باراک راوید، هم په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د سعودي دفاع وزیر له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدو وروسته، د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوی درستیز سره ټلیفوني تماس نیولی دی.

خالد بن سلمان، چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان کشر ورور دی، د روان کال په اپرېل کې ایران ته سفر کړی و او د علي خامنه يي په ګډون یې د ایران د اسلامي جمهوریت له یو شمېر چارواکو سره، لیدلي وو.