د پاکستان پوځ ادعا کوي چې نن (جمعه) یې خپل ۳۰ وسله وال مخالفان هغه مهال ووژل چې هغو غوښتل له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي.
د پوځ په وینا، د پاکستاني طالبانو غړي د شپې ناوخته د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې لیدل شوي وو، او سرتېرو ترې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي نیولي دي. پوځ په خپله خبرپاڼه کې نه ده روښانه کړې چې هلته نښته شوې وه که نه، او نور جزییات هم نه دي ورکړي.
پوځ ادعا کوي چې هند د دغو وسله والو ملاتړ کوي.
نوی ډیلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د پاکستان چارواکي زیاتره وخت هند تورنوي چې له ناقانونه ډلو لکه د بلوچستان د آزادۍ پوځ او پاکستاني طالبانو سره مرسته کوي چې په پاکستان کې تاوتریخوالی بریدونه وکړي. دا تورونه وروسته له هغه زیات شوي چې د اپرېل په میاشت کې د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو برید وشو او وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ نښتې وشوې.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف د امنیتي ځواکونو عملیات ستایلي دي.
پاکستاني ځواکونو د اپرېل په میاشت کې هم په همدې سیمه کې د ۵۴ وسله والو مخالفانو د وژلو ادعا کړې وه.