ملګري ملتونه: له شمال نه خپرېدونکې وچکالي د افغانستان نورې برخې هم ګواښي

Afghanistan Desperate Times Photo Gallery#

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له شمالي، شمال ختیځو او شمال لوېدیځو سیمو نه شدیده وچکالي د هېواد نورو سیمو ته د خپرېدو په حال کې ده.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د سرطان په ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه هېواد کې للـمي کرنیزې ځمکې له منځه تللي او د څارویو تلفات په ډېرېدو دي.

مشتاق د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ له مالدارانو څخه دی چې وايي، د وچکالۍ او د واښو د نشتوالي له امله یې یو شمېر څاروي مړه شوي دي.
دی چې د مالدارۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۳مه یې ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال د ډېرو خلکو دا حال دی.
“وچکالي ده، اوبه نشته، سږ کال خلکو سمه کرنه ونه کړای شوه، د وچکالۍ له امله د خلکو غواګانې، څاروي او مالونه له منځه ولاړل، ناروغۍ راغلې، ما شخصاً پنځه غواګانې لرلې، چې درې یې مړې شوې، دا ستونزې ډېرې دي."

د نیمروز ولایت یو بزګر عبدالعظیم چې په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله للـمي کروندې ډېرې زیانمنې شوي، اندېښمن دی چې که سږ کال یې هم کروندو ته کافي اوبه ونه رسېږي له جدي ستونزو سره به مخ شي.
"د څښاک د اوبو ستونزې ځکه شته، چې په ځینو سیمو کې د څاګانو اوبه تروشې دي او کرنیزې اوبه په وچېدو دي، که په پنځلسو ورځو کې بیا ځمکو ته اوبه ونه رسول شي، ټولې ځمکې به وچې شي، زما په ګډون به خلکو ته ډېر زیان ورسوي، ځکه سږ کال هم خلک ډېر زیار ایستلی دی."

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او شمال لوېدیځو سیمو کې سخته وچکالي روانه ده او اوس په ټول هېواد کې د خپرېدو په حال کې ده.

په دې اړه نور: د کابل اوسیدنکي؛ په کابل ښار کې څو پوړیزې ودانۍ د نړیوالو معیارونو خلاف جوړیږي


دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۲مه) په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي، چې په دې هېواد کې د للـمي ځمکو محصولات له منځه تللي او د څارویو تلفات په ډېرېدو دي.

دې ادارې ټینګار کړی چې زیانمنې شوې ټولنې د خپلو څارویو د ساتنې لپاره سمدستي نغدي مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې دا هم ویلي چې له وچکالۍ سره د مبارزې او د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د خپلو اقداماتو پراخولو ته چمتو ده.

په همدې حال کې د اوبو د مدیریت یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د اوبو کمښت او وچکالي یوه جدي ستونزه بولي او ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید یو هراړخیز پلان جوړ شي.
له دې ډلې عبدالله هېواد ازادي راډیو ته وویل:
"دا ستونزه سمدلاسه نه شي حل کېدای، ځکه چې دا یوه لویه ستونزه ده، که په افغانستان کې یو سم حکومت وي، باید دې لپاره پلان جوړ کړي، هغو ځنګلونو چې د اقلیم د نظم په ساتلو کې یې مرسته کولای شوه، له منځه تللي دي، د دغو ځنګلونو او یخچالونو بیا رغونه خورا لوی کار ته اړتیا لري، چې له بده مرغه اوسنی حکومت یې له عهدې نه شي وتلی."

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک په دې برخه کې هغو کسانو ته اړتیا لري، چې دې برخه کې مهارتونه ولري، خو د ده د ادعا پر بنسټ د طالبانو د حکومت د اوبو او برېښنا او کرنې او مالدارۍ وزارتونو کې ګمارل شوي کسان د اوبو د کنټرول او د وچکالۍ د مخنیوي وړتیا نه لري.
هڅه مو وکړه، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د راپور او د ځمکو د خاوندانو او مالدارانو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د ویاند محمد کاظم شهامت نظر هم واخلو، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم شاوخوا دوه اونۍ وړاندې خبرداری ورکړی و ویلي یې وو، په داسې حال کې چې کرنه د ۸۰ سلنه افغانانو د عاید اصلي سرچینه ده، خو د دوامداره وچکالیو او د اقلیم بدلون له امله په دغه هېواد کې د کرنیزو حاصلاتو کچه تر ۵۰ سلنې کمه شوې ده.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له وچکالیو زیانمن شوي کروندګر او مالداران د طالبانو له حکومته، ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه غوښتنه کوي چې د دوی د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي، چې نور زیانونه ورته ونه رسېږي.