په ایران کې میشت پخواني پوځیان؛ له پولې وراخوا طالبان زموږ په تمه دي، له ایرانه اخراج مو ژوند په خطر کې اچوي

له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر په چټکېدو سره یو شمېر افغان پخواني پوځيان او د ښځو د حقونو فعالان چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته کډه شوي، د فشارونو له زیاتوالي او د جبري ایستلو د احتمال په اړه اندېښمن دي.

دوی ازادي راډیو ته ویلي، د خپلو پوځي او مدني فعالیتونو، مدني مبارزو او په اعتراضونو کې د ګډون له امله د طالبانو له ګواښ سره مخ دي او که بېرته په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شي ژوند به یې له جدي خطر سره مخ شي.

په ایران کې د پخوانیو پوځیانو د جبري ایستلو بهیر واقعا اندېښمنوونکی دی، زمونږ له سترګو خوب تښتولی ځکه هلته په افغانستان کې طالبان په پوله زموږ په تمه دي، دلته هم نه کار شته نه روزګار، په کور کې مو ځانونه پټ کړي
په ایران کې پخوانی پوځي

یوشمېر پخواني پوځيان وايي، د جبري ایستلو له وېرې ان له خپلو کورونو نه وځي.

یو ۵۶ کلن پخوانی افغان پوځي چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته له خپلې مېرمنې او څلورو اولادونو سره تهران ته تللی دی.

"په ایران کې د پخوانیو پوځیانو د جبري ایستلو بهیر واقعا اندېښمنوونکی دی، زمونږ له سترګو خوب تښتولی ځکه هلته په افغانستان کې طالبان په پوله زموږ په تمه دي، دلته هم نه کار شته نه روزګار، په کور کې مو ځانونه پټ کړي چې خدای مکړه د جبري ایستلو طرحې سره مخ نه شو."

یو بل ۴۹ کلن افغان پخوانی پوځي چې دا مهال په مشهد ښار کې اوسېږي وايي، شاوخوا څلور کاله مخکې له خپلې اوه کسیزې کورنۍ سره اړ شو چې افغانستان پرېږدي او اوس په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

ده هم چې نه غوښتل د ورته ستونزې له امله یې نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته یې وویل،

"فرق نه کوي که پوځي یې که ملکي ټول ایستل کېږي، اوس زموږ پوځیان تر ټولو خراب شرایط تېروي هېڅکله دومره سپک شوي نه وو دا څو ورځې کېږي چې د ایستلو بهیر دير جدي شوی، ښځې او ماشومان په ډوډۍ او ضرورتونو پسې وځي، زه داسې څوک یم چې هېڅ ډول سند نه لرم پرته له همغه پوځې اسنادو چې د پېژندنې کارت مې دی."

په دې اړه نور: افغان کډوال وايي، له ایرانه د ایستل کېدو پرمهال یې شتمنۍ نه ورکول کېږي

دا په داسې حال کې ده چې، په جینیوا کې د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا له ایران څخه غوښتي چې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ایستلو په اړه چې له جدي ګواښ، سزا ورکونې او غچ اخیستنې سره مخ دي، خپله پالیسي بیا وارزوي.

یادې شورا تازه په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې ایران په خپلو پریکړو کې د انساني کرامت اصل، د ګاونډیتوب اصول او نړیوالې ژمنې په پام کې ونیسي.

هېڅکله دومره سپک شوي نه وو دا څو ورځې کېږي چې د ایستلو بهیر دير جدي شوی، ښځې او ماشومان په ډوډۍ او ضرورتونو پسې وځي
پخوانی پوځي

په ورته وخت کې د افغان ښځو د حقونو فعالان هم خبرداری ورکوي چې که بېرته واستول شي، له ځپنې، نیونې او له مدني او ټولنیزو فعالیتونو له مطلق محرومیت سره به مخ شي.

په پلازمینه تهران کې میشتې ګیتي مرادي ازادي راډیو ته وویل،

"موږ د افغانستان ښځې او د ښځو د حقونو فعالانې د طالبانو او د سر د خطر له امله ایران ته راوتښتېدو، اوس مو د جبري ایستلو او بېرته افغانستان ته د ستنولو له امله وضعیت خورا اندېښمنونکی دی، نړیواله ټولنه او د ښځو د حقونو ملاتړي ز په اړه چې په ایران کې پاتې یو او له جبري ایستلو سره مخ یو هېڅ اقدام نه کوي."

د افغانستان د فعالو ښځو د همغږۍ ټولنې هم ویلي، د افغانانو په ځانګړي ډول پخوانیو کارکوونکو، خبریالانو او د ښځو د حقونو د مدافعینو ایستل چې له خطر سره مخ دي ډېر اندېښمنوونکي او د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

یادې ټولنې په یوه تازه اعلامیه کې چې په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې یې خپره کړې له ایرانه د افغان پناه غوښتونکو د جبري ایستلو د سمدستي درولو غوښتنه کړې، او د " جبري اخراج ته نه " او "موږ ګاونډیان یو دښمنان نه یو" هشټګونه یې پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.

له ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د بهیر په چټکېدو سره، د کډوالو نړیوال سازمان (اې او ایم) دا بهیر بې‌مخینې بللی او ویلي یې دي، چې یوازې د جون په میاشت کې تر ۲۵۶ زرو زیات افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې ټول وګړي په بشپړ امنیت کې ژوند کوي او هېڅوک د خپل تېر فعالیت له امله نه تعقیبېږي، خو د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) او د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو او نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې د پخواني حکومت ډیر شمیر کارکوونکي، پخواني پوځيان، د ښځو د حقونو فعالان او اعتراض کوونکي په خپل‌سري ډول نیول شوي، شکنجه شوي او ان وژل شوي دي.