د جنوبي اروپا په پراخه سیمه کې سوځنده او شدیده ګرمي خپره شوې او د روغتیا او چاپېریال ادارو خلکو ته خبرداری ورکړی دی.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې وړاندوینې ښيي هوا به په راتلونکو ورځو کې نوره هم توده شي او ګرمي به دوام وکړي.
د فرانسې، ایټالیا، پرتګال او هسپانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو خپل امکانات هم چمتو کړي دي.
د دوشنبې په ورځ، د هسپانیا په ډېری سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۲ سانتيګراده لوړه وه، او تمه ده چې د ګرمۍ دا څپه به لږ تر لږه تر پنجشنبې دوام ومومي.
په ۲۰۲۲ کال کې هم هسپانیا تر معمول فصل له ۲۰ تر ۴۰ ورځې وړاندې د تودې هوا له څپې سره مخامخ شوې وه، چې علت یې د اقلیمي بدلون شدت بلل شوی و.