د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ وویل چې یوازې د جون په میاشت کې له ایران څخه تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې زیاتره یې په زور له ایران څخه ایستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک شوی، ځکه چې ایران ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر شپږمې نیټې د وتلو ضربالاجل ټاکلی دی.
خو د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په جون کې د ایستل شویو افغانانو شمېر د ایران د حکومت د ضرب الاجل تر ټاکلې نېټې زیات دی.
د دې ادارې ویاند، عزیز آغا، پرون (دوشنبې) فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: د جون له لومړۍ تر ۲۸ نېټې پورې، ۲ لکه ۳۳ زره۹۴۱ تنه له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، چې د هغو په منځ کې یولکو ۳۱ زره,۹۱۲ کسان یوازې د جون د ۲۱ او ۲۸ ترمنځ په اوونۍ کې ثبت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «له جنورۍ را په دې خوا، ۶ لکه ۹۱ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې ۷۰ سلنه یې په زوره شړل شوي دي.»
د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا، د تېرې اوونۍ په ځینو ورځو کې دا شمېر تر ۳۰ زره کسانو پورې رسېدلی و.