د فرانسې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ اووه افغانان او دوه عراقي کوردان د بیړۍ د چپه کېدو د هغې پېښې په تور په ۷ او ۸ کاله بند محکوم کړل چې له کبله یې څو تنه پناه غوښتونکي مړه شول.
یاده کوچنۍ کښتۍ د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د څوارلسمې نېټې په سهار له فرانسې څخه خوځېدلې وه، چې پکې د افغانستان، البانیا، هند او سینیګال وګړي سپاره ول.
په دې پېښه کې، چې د بریتانیا له ساحله څو کیلومتره لیرې وشوه، څلور کسان مړه او څلور نور ورک شول. له بې درکه شویو څخه یوازې د یوه تن جسد وموندل شو چې یو افغان نارینه وو.
ژغورونکو ۳۹ کسان له ډوبېدو وژغورل.
د فرانسې د لیل ښار محکمې درې کسانو ته د اتو کلونو بند سزا واوروله. په دوی کې یو افغان هم شامل و، چې محاکمه یې په غیابي ډول ترسره شوه او نوموړی د قاچاق د عملیاتو اصلي طراح بلل شوی دی.
پاتې کسانو ته، چې پکې دوه افغان وروڼه هم شامل دي او د دې شبکې د تمویل په تور تورن دي، په اووه کاله بند محکوم شول.
یو بل کس به، چې دا مهال په بلجیم کې بندي دی، په یوه بله نېټه محاکمه شي.
فرانسوي څارنوالانو ویلي، د بریتانیا یوې محکمې لا دمخه یو سنګالی تنکیځوان، چې کښتۍ یې چلوله، په نهه کاله بند محکوم کړی دی.
د پلټنو له مخې، څو کسانو ویلي چې د کښتۍ له تګ مخکې یې یو لوړ درز اورېدلی و، لکه کښتۍ چې سورۍ شوې وي.