د امریکا دوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي وایي چې د ایران اټومي تاسیسات له منځه تللي او بیا رغونه به یې کلونه وخت ونیسي.
د امریکا د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارد ویلي چې تازه استخباراتي معلومات ښيي چې د ایران درې مهم اټومي تاسیسات د امریکا د هوايي بریدونو په پایله کې "ویجاړ" شوي دي.
میرمن ګابارد دا څرګندونې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر خپرې کړي او زیاته کړې یې ده که ایران وغواړي دا درې تاسیسات نطنز، فردو او اصفهان بیا ورغوي، نو دا به "کلونه وخت ونیسي".
هغې پر هغو رسنیو هم نیوکه کړې چې د بریدونو د اغېزو ځینې افشا شوي معلومات یې خپاره کړي. د هغې په وینا، دا رسنۍ هڅه کوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مشرتابه تر سوال لاندې راولي.
بل لور ته، ځینو امریکايي رسنیو لکه سیانان او رویټرز راپور ورکړی چې د پنتاګون د دفاعي استخباراتو ادارې لومړنۍ ارزونه ښيي چې کیدای شي دې بریدونه د ایران هستوي پروګرام یوازې د څو میاشتو لپاره ځنډولی وي.
سپینې ماڼۍ دا راپورونه له دې وړاندې رد کړي وو.
ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې یاد تاسیسات له منځه تللي او ایران به هېڅکله هم هستوي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.
له بلې خوا، د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې یا CIA مشر هم جلا ویلي چې "باوري معلومات" ښيي چې د ایران هستوي تاسیسات د امریکا د بریدونو له امله سخت زیانمن شوي دي.
جان رټکلیف په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دا معلومات دا ښيي چې "یوشمېر کلیدي هستوي تاسیسات نابود شوي او د هغوی بیا رغول به کلونه وخت ونیسي."