ولسمشر ټرمپ وايي امریکايي چارواکې به راتلونکې اونۍ ایراني چارواکو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو لپاره وګوري

ولسشمر ټرمپ په هاګ کې دناټو دمشرانو په غونډه کې

وروسته لدې چې امریکايی ځواکونو څو ورځې مخکی دایران اټومی تاسیسات بمبارد کړل ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکايي چارواکې به راتلونکې اونۍ د ایران له چارواکو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو لپاره وګوري.

ټرمپ د ناټو له کلنۍ غونډې وروسته په هالنډ کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ایران ته په اشاره وویل: "موږ به راتلونکې اونۍ له دوی سره خبرې وکړو."

د متحدو ایالاتو ولسمشر زیاته کړه : "یوازینی شی چې موږ به یې [په غونډه کې] وغواړو هغه څه دي چې موږ یې مخکې غوښتنه کوله، دا چې موږ هیڅ اټومي (وسله) نه غواړو."

دتیرې شنبې په ورځ د جون په ۲۱مه د امریکا له دولسو څخه زیاتو B-2 ډوله جنګي الوتکو د ایران د یورانیمو غني کولو او ذخیره کولو تاسیساتو باندې لوی بمونه وغورځول. د امریکا دسمندري پوځ اوبتلونو هم په خپلو توغندیو یو شمیر ځایونه په نښه کړل.

ټرمپ په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې تاسیسات "ویجاړ شوي"، او د امریکا د استخباراتو لومړنی راپور یې رد کړ چې په کې ویل شوي وو دغه برید ممکن د ایران اټومي پروګرام یوازې د څو میاشتو لپاره تاخیر کړی وي.