ټرمپ د ناټو د مشرانو په غونډه کې ګډون لپاره هالند کې دی

ټرمپ،په هاګ کې دناټو دمشرانو په غونډه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو دمشرانو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره هالنډ ته تللی دی .

تمه ده چې اروپایي متحدین د واشنګټن د راضي کولو لپاره په خپلو دفاعي لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالي ژمنې وکړي.

ټرمپ د کلونو راهیسې د ناټو په تړون کې اروپايي متحدینو باندې د لږو مالي ونډو له کبله انتقاد کړی دی او تور یې لګولی دی چې دوی دامریکا دامنیتی چتر څخه وړیا استفاده کوي او حتی له تړون څخه د امریکا د وتلو پوښتنه یې هم راپورته کړې ده.

ټرمپ غوښتنه کړې چې متحدین دې د (GDP) ، یا ناخالص کورني تولید تر ۵ فیصده په دفاعی چارو ولګوي ، چې دا په ۲۰۱۴ کال کې د ټاکل شوي ۲ فیصدو څخه لوی زیاتوالی دی.

د مشرانو د روانې غونډې د اعلامیې یوه مسوده د تړون د مشترکې دفاع په پنځمې مادې ټینګار سره وايي چې د ناټو غړي به تر ۲۰۳۵ کال پورې د دفاعي لګښتونو کچه ۵ فیصدو ته لوړه کړي.