یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، پرون (د جمعې په ورځ) په خپل جرم اعتراف وکړ.
۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ملاتړ او د تروریستي عمل لپاره د وسلو د ترلاسه کولو په دوو تورونو تورن دی.
توحیدي که مجرم وپیژندل شي، تر ۳۵ کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي.
د محکمې د اسنادو له مخې، د اوکلاهوما اوسیدونکی نصیر احمد توحیدي تیر کال د ټاکنو په ورځ د برید لپاره دوه کلاشینکوف ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړې وې.
د FBI مشر کیش پټیل په یوه بیان کې وویل: "متهم اعتراف وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ یې د مرګوني برید پلان جوړ کړی و - یو برید چې د FBI او زموږ د شریکانو د ښه کار له امله کشف او شنډ کړای شو."
د متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې توحیدي د برید پلان لپاره د میاشتو راهیسې د خپلې میرمنې د ورور عبدالله حاجي زاده په ګډون له څو نورو سره په تماس کې و.
حاجی زاده، چې هغه وخت ۱۷ کلن و، په اپریل کې په خپل جرم اعتراف وکړ. هغه د ۱۵ کلونو بند سره مخ دی.
نصیر احمد توحیدي، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د کډوالۍ په ځانګړې ویزې متحده ایالاتو ته تللی.