د اسرائیلو صدراعظم وايي چې د ایران په مختلفو هدفونو باندې د هیواد لومړني بریدونه په بشپړ ډول بریالي وو.
رادیو فردا ، دآزادې اروپا / آزادي راډیو ایراني څانګه دبنیامین نتانیاهو له قوله رپوټ ورکوي چې په دغو بریدونو کې دایران څو کسه لوړ رتبه پوځیان هم په نښه شوي دي.
اسرائیلي چارواکو د جمعې په سهار اعلان وکړ چې دوی د ایران په اټومي تاسیساتو باندې " واردمخه" برید ترسره کړی دی.
د اسرائیلو صدراعئم د ایران محتمل انتقامي برید ته په اشاره وویل اسرائیلي اتباع ممکن د اوږدې مودې لپاره په پناه ځایونو کې پاتې شي او باید پوځي لارښوونې تعقیب کړي.
بلخوا ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د اسرائیلو بریدونه دامریکا متحدو ایالاتو سره په همغږي ترسره شوي او واشنګټن یې ددغو بریدونو دنتایجو مسئول ګڼلی دی .
ایران سره لدې دا ادعا کوي چې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیود اسرائیلو له برید وروسته وویل چې متحده ایالات په دې بریدونو کې هیڅ رول نلري او ایران باید په سیمه کې د متحده ایالاتو د پوځي اډو له نښه کولو څخه ډډه وکړي.
بلخوا دایراني رسنیو رپوټونه وايي د سپاه پاسداران ځواکونو یو شمیر قوماندانان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي .
د فارس خبري اژانس، چې سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ ده ، راپور ورکړ چې د اسلامي جمهوریت د وسله والو ګډو ځواکونو مشر محمد باقري د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوی دی.
سپاه پاسداران هم په خپله اعلامیه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د خپل قوماندان حسین سلامي د وژل کیدل تایید کړل.