یوه اوونۍ کې تر ۶۶۰ زیات افغان کډوال د ایران په زاهدان کې نیول شوي

ایران نه ایستل شوي افغان کډوال

ایراني رسنیو له دې ډلې ایرنا خبري اژانس د سیستان بلوچستان ولایت د زاهدان ښار د پولیسو د قومندان حمید نوري په حواله راپور ورکړی چې تېر یوه اوونۍ یې په زاهدان ښار کې سلګونه افغان کډوال نیولي دي.

حمید نوري زیاته کړې چې دا کډوال «د خلکو رضایت جلبولو لپاره د ټولنیز امنیت د پراختیا د طرحې د پلي کېدو» په ترڅ کې نیول شوي دي.

په زاهدان او د ایران په یو شمیر نورو ښارونو کې میشت افغان کډوال هم وايي، چې په دې ورستیو کې نیونې او جبري ایستل ډیر شوي دي.

د ایران د سسیتان بلوچستان ولایت د زاهدان ښار یوه اوسېدونکي د موضوع د حساسیت له امله خپل نوم وانخیست خو ازادي راډیو ته یې وویل چې په دې وروستیو کې دې ښار نه ګڼ افغانان نیول شوي او ډیپورت شوي دي.

«دلته د افغانانو پر وړاندې ډېر ظلم، بې عدالتي او ناوړه چلند روان دی،نیول روان دي او، یوازې زاهدان کې نه په ټول ایران کې همدا حالات دي، دلته یې ډېری خلک د کار له ځایه ونیول ډیپورت یې کړل، ښځې او ماشومان یې همدلته پاتې دي.»

د سیستان بلوچستان ولایت د زاهدان ښار د پولیسو قومندان حمید نوري ویلي، چې زاهدان ښار کې په تیره یوه اوونۍ کې ۶۶۱ " غیر مجاز اتباع " نیول شوي دي.

ایراني چارواکي او رسنۍ د «غیر مجاز اتباع» اصطلاح افغان بې اسناده کدوالو ته استفاده کوي.

د ایران په یو شمیر نورو ولایتونو او ښارونو کې هم افغان کډوال له نیول او جبري شړلو شکایت لري.

د ایران په اصفهان ښار کې یوه مېشته افغان کډواله چې دې هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

«له کورنیو مو یو کس دی، تقریباً اوه کاله کېږي چې دلته یې ژوند کاوه، له اختر دوه ورځې مخکې یې د کار له ځایه نیولی دی، کورنۍ یې سخته ناارامه او خفه ده، ډېرې پلټنې یې پسې وکړې چې بالاخره یې دوه ورځې وروسته احوال راغلی چې موږ پولیسو نیولي یو او نیمروز طرف ته مو شړي، پوځي هم و، نیمروز ته یې شړلی، کورنۍ یې دلته سرګردانه ده درې ماشومان او مېرمن یې دلته پاتې دي، هغه هلته دوی، بل هیڅوک دلته نه لري.»

دا وایي ایراني پولیسو د دوی په سیمه کې د اختر په ورځ (د جمعې په ورځ) د اختر لمانځه پر مهال د لېوره په ګډون یې ګڼ افغانان نیولي او له ځان سره یې بیولي دي.

د ایران په پلازمینې تهران کې استوګنه او افغان خبریاله مرضیه محمدي هم وایي چې په تېره یوه اونۍ کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو او ښارونو کې د افغانانو نیول زیات شوي او له دې وېرې ډېری افغانان له کورونو بهر نه شي وتلی.

مرضیې ازادي راډیو ته وویل:

«نیول زښته زیات شوي دي،افغانان دلته سخت په عذاب دي، له دې وېرې چې ویې نه نیسي ان څوک تر نانوایي تللی نشي، درملو اخیستو ته څوک نه شي تللی، اوس یې ان ښځینه پولیسو ته دنده ورکړې چې ښځې( افغانانې) ونیسي، زما روحي، رواني وضعیت ډېر خراب دی، سهار چې کارته ولاړه شم تر ماښامه چې بېرته راځم وېرېږم چې څه به کېږي، موږ افغانستان کې له ګواښونو سره مخ یو.»

په راپور کې مرکه شوي کسان ادعا کوي چې پولیس د افغانانو د نیولو پر مهال ترې هر څه ضبطوي او هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې خپلو کوزنیو او خپلوانو ته احوال ورکوي.

دا شکایتونه او اندېښنې داسې مهال دي د ایران حکومت په دې وروستیو کې له دغه هیواده د افغانانو د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی دی.

تېره اوونۍ د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو عمومي مدیر نادریار احمدي د کډوالو د سرشمیرنې د کارتونو د لغوه کولو او د بې اسنادو کډوالو لپاره د تعلیمي او روغتیایي خدمتونو د بندولو اعلان هم وکړ.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر شنبې ( د جون اوومه) د اختر له لمانځه وروسته د وینا پر مهال له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو پروړاندې له صبر او زغم کار واخلي.

د کډوالو نړیوال سازمان ( ای او ایم) په یو راپور کې چې سه شنبه ( د جون په دریمه ) یې خپور کړی وو، د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو، چې یوازې په تیرې میلادي میاشت کې له ایرانه د ۱۵ زرو نه د زیاتو افغان کورنیو ستنیدل ثبت کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) بیا شا او خوا لس ورځې مخکې وویل وو چې یوازې د اپریل او مې په میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه تر نیم میلیونه زیات افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.